د نيوزي لينډ په فضاﺀ كښې د الله اكبر غږونه پورته شول

كرائسټ چرچ 22 مارچ(اے پی پی) د نيوزي لينډ په فضاﺀ كښې د الله اكبر غږونه پورته شوي دي ٬ دغسې د جمعې نمونځ لپاره بانګ وكړی شو٬د النور جومات پشمول د نيوزي لينډ په ټولو جوماتونو كښې د جمعې په لمونځ كښې علماﺀ كرامو د اسلام عظمت٬د كرائسټ چرچ پیښې شهيدانو لوړو درجو٬د مسلمانانو اتحاد او نړيوال امن لپاره خاص دعاګانې وغوښتې٬د نيوزي لينډ وزيراعظمې تېره ورځ اعلان كړی ؤ چې د مسلمانانو سره د يو والي لپاره به په سركاري راډيو او ټېلي وژن د جمعې پھ ورځ بانګ نيغ په نيغه نشر كولې شي٬د اسلام سره د مينې د هغې دا جذبه په ټوله نړۍ كښې ستائېلې شوې۔په كرائسټ چرچ كښې په النور جومات كښې د جمعې لمونځ په موقع وزيراعظمه جيسنډرا آرډرن ګڼ شمېر وګړو سره هنګلے پارك كښې موجوده وه۔په دې موقع هغې ووئيل مونږ د ستاسو سره ولاړ يو٬مسلمانان دې بشپړه تحفظ سره خپل عبادت كوي٬د جمعې لمونځ نه پس د نيوزي لينډ ګڼ شمېر وګړو كرائسټ چرچ پیښې شهيدانو سره د يو والي څرګندونې له دوه دقيقيې خاموشي اختيار كړه۔مېرمنو د مسلمانانو سره د يو والي څرګندونې په توګه لوپټې په سر كړی وې۔د النور جومات امام په خپله خطبه كښې ووئيل په پیښه مونږ غم جن يو خو ژوندي او متحد يو څوك هم مونږ نه شي جلا كولې۔د شهيدانو كورنيو ته هغه ووئيل شهيدان ژوندي دې٬د هغوي وينه به بې ضائع نه ځي۔