اسلام آباد ۔ 17 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي نيوزي لېنډ كښې په دوه جوماتونو د آسټرېلوي ترهګر په بريد ټول اولس خفه دې۔ په سوګ كښې به نن قامي بېرغ ټيټ پاتې كېږي۔ پېښه كښې د شهيد شويو كسانو كورنيو كښې 6 كورنيو د خپلو شهيدانو كرائسټ چرچ كښې خاورو ته د سپارلو وئيلي دي۔ كومې كورنۍ چې خپل مړي راوړل غواړي نو هغوي ته به هر ډول آسانۍ وركولې شي۔ پاكستانې سفارت او چارواكي دوئي سره پرله پسې تماس كښې دي۔ د مړو پېژندګلو شوې ده۔ نن به مړي خپلو وارثانو ته وسپارلې شي۔ آسټرېلوي خارجه وزير په پېښه د افسوس څرګندونه كړې۔ ترك خارجه وزير سره دوه وارې خبره شوې۔ د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډې په رابللو اتفاق شوې كومه به چې په 22 مارچ استنبول كښی كېږي۔ پاكستان به هم غونډه كښې ګډون كوي۔ د پلوامه پېښې څخه وروستو د رامخې ته شوې وضعې او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد په اړه ټولو حكومتي او د مخالفې ډلې ګوندونو مشرانو ته نن خط ليكم ۔ آصف علی زرادری او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د قومي سلامتيا په مهمه مسئله مثبت ځواب راكړې دې۔ د ټولو پارلماني لارښودو غونډه به د مارچ په 28 مه نېټه ماښام 4 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ميډيا بريفنګ كښې وكړه۔ په دې مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل هم ده سره وو۔ خارجه وزير ووئيل د نيوزي لېنډ پېښه كښې 50 څخه زيات شهادتونه شوي دي۔ د پاكستاني هائي كمشنر ځپليو كورنيو سره رابطه شوې٬ دوهم هائي كمشنر او د پاكستاني سفارت چارواكي هم پرله پسې رابطه كښې دي۔ ده ووئيل د نيوزي لېنډ خارجه وزير سره په ټېلېفون خبرې شوي دي هغه هم خفه دې او ده په پېښه د افسوس څرګندونه كړې ده۔ نيوزي لېنډ كښې په جوماتونو بريد كوؤنكې آسټرېلوي وګړې وو چا چې په نيم ساعت كښې په دوه جوماتونو كښې بې ګناه وګړي شهيد كړل۔ يو پاكستاني وګړي نعيم راشد د مړانې څرګندونه كولو سره د ترهګر ايسارولو هڅې په مهال د شهادت درناوې ترلاسه كړو۔ مونږ ته په دې زلمي وياړ دے۔ وزیراعظم عمران خان هم د نعیم راشد د مړانې اعتراف د ټويټ د لارې كړې دې۔ د روانې مياشتې په 23 مه نېټه د پاكستان ورځې په مهال به ده ته هم سول ايوارډ وركولې شي۔ ده ووئيل په دې پېښو د قامي بېرغ نن د ګل په ورځ د ټيټ ساتلو اعلان شوې دې۔ ده ووئيل يوه مور د خپل زوي آخري ديدن كولو ارمان كوي دې ته به د وېزې او سفر آساني وركولې شي او نورو كورنيو سره به هم د دوئي مينه والو مړي بېرته پاكستان ته راوړلو كښې مرسته كولې شي۔ وارثان چې څه هم پرېكړه وكړي مرسته به ئې كولې شي۔ خارجه وزير ووئيل ددې پېښې په اړه مې دوه ځله ترك خارجه وزير سره رابطه كړې دغسې چې د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډه راوبللې شي او پاكستان به دې لړ كښې هره ممكنه مرسته كوي۔ غونډه به د مارچ په 22 مه نېټه استنبول كښې كولې شي كومه كښې به چې زه د پاكستان نمائندګي كوم۔ د غونډې مقصد كرائسټ چرچ پېښه نظر كښې نيولو سره اسلامي نړۍ د اسلامو فوبيا په نوي رامخې ته شوي لهر يو موټې كول دي۔ خارجه وزير ووئيل چين زمونږ آزمولې شوې ملګرې هېواد دې او چين په هر فورم د پاكستان د دريځ ملاتړ كړې دې۔ د هند اوسني جارحيت نه وروستو يو وارې بيا چين ددې ثبوت وركړې دې۔ ده ووئيل چينائي چارواكو سره ملاقات وړاندې نه مقرر شوې كوم لپاره چې نن د شپې چين ته روانېږم۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې څخه وروستو د رامخې ته شوې وضعې او په نېشنل اېكشن پلان د عملدرآمد په اړه ټولو حكومتي او د مخالفې ډلې ګوندونو مشرانو ته نن خط ليكم ۔ آصف علی زرادری او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د قومي سلامتيا په مهمه مسئله مثبت ځواب راكړې دې۔ د ټولو پارلماني لارښودو غونډه به د مارچ په 28 مه نېټه ماښام 4 بجې پارلېمنټ هاؤس كښې كېږي۔