د سلامتي كونسل نيوزي لېنډ كښې په جوماتونو د ترسره شوي ځان مرګې بريد غندنه

ملګري ملتونه 16 مارچ (اے پی پی) د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د نيوزي لېنډ كرائسټ چرچ سيمه كښې په دوه جوماتونو د ترسره شوي بريد په سختو ټكو كښې غندنه كړې ده د كومو په نتيجه كښې چې 49 كسان وژلې شوي دي۔ د سلامتي كونسل غړو ځپليو كورنيو او د نيوزي لېنډ حكومت سره د غم دړډ څرګندونه وكړه او د سوګ په توګه ئې يوې دققيقې له خاموشي اختيار كړه۔ سلامتي كونسل خپل يو بيان كښې ووئيل چې مونږ د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا كوو۔ د سلامتي كونسل غړو د غندنې خپل بيان كښې ووئيل د ترهګرۍ دا شكل نړيوالو امن او سلامتيا ته د پېښو سختو خطرو نه يو دے۔ دوئي نړيوال امن او سلامتيا ته د پېښو خطرو مقابلې كولو په حاجت زور راوړو