دهرہ ډون 12 مارچ (اے پی پی) د افغانستان او آئرلینډ کرکټ ډلو ترمينځه ټيسټ ميچ سبا د جمعې په ورځ د مارچ 15مې نېټې څخه دهرہ ډون کښې پيل كېږي۔ دې څخه وړندې د دواړه ډلو ترمينځه شوې د درې ټی ټونټی میچونو سیریز كښې د افغانستان ډلې د آئرلینډ ډلې له ماتې وركړې وه۔ دې نه پس د دواړه ډلو ترمينځه د 5 ون ډے میچونو سیریز 2-2 سره برابر شوې وو۔ دا خبره دې ياده وي چې د دواړه ډلو ترمينځه د سیریز دويم يو ورځنې ميچ د باران لامله نه ؤ شوې۔