د پېښور زلمي كپتان ګورنر هاٶس ته تګ ٬ د سندھ ګورنر د ډېرن سېمي هركلے وكړو

کراچۍ 11 مارچ (اے پي پي) د پېښور زلمي كپتان ډېرن سېمې ګورنر هاٶس ته د رسېدو په مهال د سندھ ګورنر عمران اسماعيل د هغه هركلے وكړو۔ د ګل په ورځ د جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د سندھ ګورنر ډېرن سېمي ته خواست وكړو چې ګورنر هاٶس ته خپل راتګ ياد ګار جوړولو لپاره دلته بوټې نال كړه۔ د ګورنر په وېنا ډېرن سېمي د ګورنر هاٶس په چمن كښې يو بوټې نال كړو۔