ټول قوم د وزيراعظم عمران خان او پاك پوځ په شا ولاړ دې۔ څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي۔ پاكستان امن غواړي او امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره مونږ په خپل عزم ولاړ يوو۔ نن امريكائي ورځپاڼې وائي چې وزيراعظم ته دې نوبېل انعام وركړې شي۔ خورشيد شاه دې د نواز شريف نه خپله زندان ته د تلو فكر وكړي۔ د اپوزيشن يوه ايجنډا ده چې دوئي سره دې حساب ونكړې شي۔ تحریک انصاف ته ووټ غلو او ډاكوانو سره حساب كولو له وركړې شوې دې۔ د احتساب عمل په سپېځلي ډول روان دې۔ دا كوم ګوند يا ډلې سره تعلق نه لري۔ په صحت او احتساب بايد سياست ونكړې شي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې به د معيشت ٬ سياست ٬ تعليم ٬ روغتيا او نورو څانګو مسئلې هوارې كړو۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن جهلم كښې اولسي غونډې ته خطاب

جهلم ۔ 10 مارچ(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چودهري فواد حسېن وئيلي دي ټول قوم د وزيراعظم عمران خان او پاك پوځ په شا ولاړ دې۔ څوك هم پاكستان ته په كږه سترګه كتلې نه شي۔ پاكستان امن غواړي او امن ٬ استحكام او پرمختګ لپاره مونږ په خپل عزم ولاړ يوو۔ نن امريكائي ورځپاڼې وائي چې وزيراعظم ته دې نوبېل انعام وركړې شي۔ خورشيد شاه دې د نواز شريف نه خپله زندان ته د تلو فكر وكړي۔ د اپوزيشن يوه ايجنډا ده چې دوئي سره دې حساب ونكړې شي۔ تحریک انصاف ته ووټ غلو او ډاكوانو سره حساب كولو له وركړې شوې دې۔ د احتساب عمل په سپېځلي ډول روان دې۔ دا كوم ګوند يا ډلې سره تعلق نه لري۔ په صحت او احتساب بايد سياست ونكړې شي۔ د وزيراعظم په مشرۍ كښې به د معيشت ٬ سياست ٬ تعليم ٬ روغتيا او نورو څانګو مسئلې هوارې كړو۔ د اتوار په ورځ جهلم كښې اولسي غونډې ته خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل جهلم د شهيدانو او غازيانو وطن دې۔ مونږ دغو شهيدانو او غازيانو ته سلام وړاندې كوو۔ نن كه نرېندر مودې او هندي سورما پاكستان څخه وېرېږي نو ددې سبب زمونږ د شهيدانو قربانۍ او د غازيانو همت او استقامت دې۔ ده ووئيل هند كله هم پاكستان ته راننوتو سره بريد كولې نه شي۔ پاكستان ته راننوتل ددوئي خام خيالي ده۔ ولې چې د پاكستان وسله ځواكونه تيار دي او ټول قام د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دې۔ ده ووئيل پاكستان اود پاكستان وسله وال ځواك امن غواړي۔ پاكستان ټول عمري هند او ټوله نړۍ كښې د ترهګرۍ غندنه كړې ده۔ د پاكستان دا دريځ پاتې شوې چې ترهګري د كومې مسئلې حل نه دې۔ ده ووئيل امن په ځائې كولو او منطقه كښې د لوئې جنګ مخه نيولو له په هڅه كولو مې وزيراعظم عمران خان له د نوبېل انعام خبره كړې وه او نن الحمد للہ امريكائي ورځپاڼې هم دا خبره كوي چې د پاكستان وزيراعظم عمران خان ته دې نوبېل انعام وركړې شي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې نن نړۍ كښې د پاكستان عزت او احترام دې۔ متحدہ عرب امارات، سعودی عرب او ایران خپلې مسئلې يو پلو كولو سره د عمران خان احترام كوي۔ ده ووئيل نن خورشيد شاه وائي كه په نواز شريف څه وشوو نو پرچه به د عمران خان په ضد كټ كولې شي۔ خورشيد شاه دې د نواز شريف نه خپله زندان ته د تلو فكر وكړي۔ ده ووئيل د اپوزيشن يوه ايجنډا ده چې دوئي سره دې حساب ونكړې شي۔ ده ووئيل نواز شريف ناروغه دې او حكومت وائي دې بايد ووائي چې دې درملنې چرته كول غواړي۔ كه بهر نه ډاكټر راغواړي مونږ دې خبر كړي۔ ولې دا كومه خبره ده چې نه زه لندن ته ځم۔ دې نه دا معلوميږي دې علاج نه بلكې سياست كول غواړي۔ ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ كښې پاكستان د پرمختګ سفر پېل كړې دې۔ حكومت مسئلو څخه خلاصي له مخ په وړاندې روان دې۔