بدلون پېل شوې۔ حالات مخ په بدلېدو دي۔ نړۍ اوس زمونږ په خبره پوهېږي۔ شاه محمود قرېشي امتحان لا ختم نه دے۔ افغانستان كښې امن او استحكام سره به د پاكستان معيشت ښه شي۔ د توان ستونزه هوارولو كښې به مرسته ترلاسه شي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي ملتان ټي هاؤس كښې د خپلې دستاربندۍ په مهال د خيالاتو څرګندونه

ملتان ۔10مارچ(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان امتحان لا ختم شوې نه دې۔ امتحان روان دې۔ مونږ په ډېرو سختو حالاتو كښې حكومت ترلاسه كړو او مونږ په ډېر ښه ډول دې مسئلو څخه مخ په وتلو يوو۔ اوس بدلون پېل شوې دې۔ حالات مخ په بدلېدو دي۔ د اميد رڼا ښكاره شوې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ ملتان ټي هاؤس كښې د خبرېں ورځپاڼې لخوا د خپلې دستاربندۍ دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ما ته هغه ورځ ياده ده كله چې ما د رېمنډډېوس په معامله اصولي دريځ خپلولو سره استعفی وركړې وه۔ ده ووئيل په ما وزيراعظم عمران خان په داسې وخت كښې باور كولو سره ماته د خارجه وزارت قلمدان راكړو كله چې يو اړخ ته افغانستان خپلې معاملې او مسئلې د پاكستان كھاته كښې اچولې او وئيل به ئې چې پاكستان د ترهګرو مركز دې هغوي دغې ځائې څخه راځي او ترهګري كوي۔ بلخوا زمونږ ګاونډي هېواد هند په هر فورم زمونږ مخالفت كولو۔ بلكې نرېندر مودي نن هم دا خبره كوي چې پاكستان ځانله كول زمونږ د پالېسۍ برخه ده۔ زمونږ د يو بل ګاونډي هېواد ايران خارجه وزير ظريف خان چې كله پاكستان ته راغلو نو ده ووئيل د جند الله كسان دې ځائې څخه ايران كښې ترهګري كوي۔ د چين لخوا وئيلې كېدل د ختيځ تركستان شدت خوښي تنظيم ای ټي آئی ایم لخوا دغلته كارروائۍ كېږي۔ سعودی عرب ،متحدہ عرب امارات او قطر سره زمونږ ښې اړيكې دي ولې دې ټولو هېوادونو تحفظات لرل۔ سارك تنظيم هند يرغمال كړې وو او ددې غونډه كښې د هندي خارجه وزيره تقریر نه وروستو د پاكستاني خارجه وزير خبرې اورېدو نه غېر تلې وه۔ ده ووئيل زه په اولني ځل هېواد كښې د كال 1965ء جذبه وينم۔ خارجه وزير ووئيل د او آئي سي غونډې ته هند د خاص مېلمه په حېث راوبللې شو كوم چې د اسلامي كنفرنس تنظيم نه غړې دې او نه مبصر۔ ولې مونږ له به دې حالاتو كښې د پاكستان دفاع كول وي۔ ده ووئيل افغانستان كښې 17 كاله څخه جنګ روان دې په كوم چې 1000 اربه ډالر مصرف كړې شوي دي۔ د نوې ټېكنالوجي باوجود د افغانستان 46فيصد رقبه نن هم د حكومت عملدارۍ څخه بهر ده۔ ده ووئيل كله چې عمران خان طالبانو سره د مذاكراتو خبره كوله نو ده ته به طالبان خان وئيلې كېدو۔ ولې نن نړۍ د پاكستان دريځ منلې ٬ امريكا او طالبان دوحه كښې ناسته كولو سره مذاكرات كوي۔