نېروبی ۔ 10 مارچ (اے پی پی)د ایتھوپین ایئر لائنز يوه مسافره الوتكه اديس ابابا څخه نېروبي ته د پرواز په مهال پرېوتو سره تباه شوې چې په نتيجه كښې ئې 157 كسان مړه شوي دي۔ د ایئر لائن ترمخه په الوتكه كښې 149 مسافرو او د عملې 8 غړو سفر كولو۔ د يو وياند ترمخه دا پېښه د اتوار په ورځ د ځائي وخت مطابق په 16 دقيقې كم 8 بجې هغه مهال رامخې ته شوه كله چې الوتكه د اېتھوپيا پلازمينې څخه پورته شوه۔ د ایتھوپین راديو ذريعو حوالې سره وئيلي شوي دي چې الوتكه كښې ناست ټول كسان مړه شوي دي۔ د ایتھوپیا وزيراعظم لخوا په دې پېښه د افسوس څرګندونه شوې ده