اسلام آباد ۔ 10 مارچ (اے پي پي) پاکستان هندو کونسل د هندي جارحيت په ضد د غندنې قرارداد په يوه خله منظورولو سره د ګران هېواد دفاع لپاره پاك پوځ سره د يو والي څرګندونه كړې ده۔ د پاکستان هندو کونسل مېنېجنګ کمېټۍ مهمه غونډه وشوه۔ غونډه كښې د مشر لارښود ډاکټر رمېش کمار وانکوانی د هند اوسنۍ دوره د پاك هند ترمينځھ د تاؤ تريخوالي وضعه كمولو له مهمه وګرځولې شوه۔ پاکستان هندو کونسل خپله غونډه كښې د پاكستان مؤسس قائد اعظم او د تحريك پاكستان اكابرين ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له د هولي اختر پاكستان ورځې ته د منسوب كولو پرېكړه هم وكړه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د روان كال په مهال به د هندو قمري كېلنډر ترمخه د هولي اختر د مارچ په 20 مه نېټه لمانځلې شي۔ په دې مهال ډاکټر رمېش کمار د ټولنې ټولو طبقو ته دې اختر كښې د بشپړه ګډون كولو خواست كولو سره ووئيل ستاسو موجودګۍ سره به د قائد اعظم د وژن ترمخه اقليتي غېر مسلمو سره د يو والي يو مثبت پېغام رامخې ته شي۔ د پاكستان هندو كونسل غونډه كښې ډاكټر رمېشن كمار وانكواني ٬ صدر ګوپال خامانی ، عمومي سېكتر پرشوتم رامانی، جوائنټ سېکتر پمن لال راټھی او د فنانس سېکتر کمار منګلانی په شمول نورو غړو ګډون وكړو۔