لاہور۔ 09 مارچ(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان وئيلي دي مونږ سره د افرادي قوت كمې نشته۔ ضرورت ددې خبرې دې چې د محنت كوونكو ايماندارو كسانو دې ډاډګيرنه وكړې شي او د كار نه كوؤنكو په ضد دې ګام پورته كړې شي۔ اولس د ماحولياتي آلودګۍ په اړه خبرولو ډېر ضروري دي۔ په ګرده نړۍ كښې دا ثابته شوې ده چې د ماحولياتي آلودګۍ كچه مخ په زياتېدو شي نو د خلقو د ژوند كلونه كمېدل پېل شي۔ مونږ له به د خپلو نسلونو سباؤن محفوظ جوړول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پنجاب كښې د کلین اېنډ ګرین پاکستان په كمپائن د پېشرفت جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ غونډه كښې وزيراعظم ته ووئيلې شؤ چې تر دې دمه نزدې 111254 اېكړه زمكه غېر قانوني قبرضه كوؤنكو څخه خلاصه كړې شوې ده۔ د بريفنګ په مهال وزيراعظم ووئيل مونږ سره د افرادي قوت كمې نشته۔ ضرورت ددې خبرې دې چې د محنت كوونكو ايماندارو كسانو دې ډاډګيرنه وكړې شي او د كار نه كوؤنكو په ضد دې ګام پورته كړې شي۔ وزيراعظم ته ووئيلې شو چې ټولې صوبې څخه 174.50 ملین روپۍ ګھوسټ ایمپلائیز څخه د ريكوري په مد كښې ترلاسه كړې شوي دي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې په18 مارچ 2019 سېنیټېشن ویک كولې شي د كومې پرانستې به چې د پنجاب اعلی وزير كوي۔ غونډې ته ووئيلې شو چې سېنی ټېشن رورل پائلټ پروګرام هم راروان اپرېل څخه پېل كېږي۔ غونډې ته دا هم ووئيلې شو چې پلانټ فار پنجاب كمپائن به د مراچ 21 مې نېټې څخه پېل كېږي۔ ددې كمپائن تر سېوري لاندې به 10 لكه ونې لګولې شي۔ وزيراعظم ووئيل د ماحولياتي آلودګۍ كچه چې مخ په زياتېدو شي نو د خلقو د ژوند كلونه كمېدل پېل شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ له د به د خپلو نسلونو سباؤن محفوظ جوړول وي۔