د زياتو نه زيات ضرورت مند او بې كوره كسانو له دې د سر پټولو ځايونو كښې ګنجائش زيات كړې شي او دې لړ كښې دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي۔ په ګرده صوبه كښې د سر پټولو ځايونو جوړولو كښې د شتمند كسانو رضاكارانه خوښي لرل او عملي خذمات وړاندې كول د ډاډ وړ دي۔ د وزیر اعظم عمران خان د سر پټولو ځايونو جوړولو په لړ كښې د پېشرف جاج اخستو غونډې په مهال هدايت

لاهور۔ 09 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان هدايت كړې دې چې د زياتو نه زيات ضرورت مند او بې كوره كسانو له دې د سر پټولو ځايونو كښې ګنجائش زيات كړې شي او دې لړ كښې دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي۔ په ګرده صوبه كښې د سر پټولو ځايونو جوړولو كښې د مخير كسانو رضاكارانه خوښي لرل او عملي خذمات د ډاډګيرنې وړ دي۔ د وزیر اعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري كری شوي بيان ترمخه وزيراعظم دا هدايت د خالي په ورځ لاهور كښې د سر پټولو ځايونو جوړولو په لړ كښې د پېشرف جاج اخستو غونډې مشري كولو په مهال وكړو۔ غونډه كښې وزيراعظم ته لاهور كښې د سر پټولو ځايونو جوړولو په لړ كښې د پېشرفت او په راتلونكو مياشتو كښې په ګرده صوبه كښې ددې جوړولو لائحې په اړه بريفنګ وركړې شو۔ د لاهور كمشنر وزيراعظم ته ووئيل دا مهال په 5 ځايونو كار روان دې كومو كښې به چې درې ځايونه د اپريل مياشت كښې او دوه نور د روان كال په مئي مياشت كښې ترسره شي۔ وزیر اعظم عمران خان ته په دې لړ كښې د قانوني اړخونو په اړه هم بريفنګ وركړې شو۔ وزيراعظم په دې مهال هدايت وكړو چې د زياتو نه زيات ضرورت مند او بې كوره كسانو له دې د سر پټولو ځايونو كښې ګنجائش زيات كړې شي او دې لړ كښې دې ټول ممكنه ګامونه پورته كړې شي