لاھور۔9 مارچ(اے پی پی ) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي هندي وزير نرېندر مودي د كلتور ٬ فلم او لوبو په شمول د ټولنې هره يوه طبقه جنګ ته ټېله كړې ۔ له دسمبر مياشتې مو نړۍ خبر كړې وه چې هند به له ټاكنو وړاندې كوم لوئې ګام پورته كوي كوم به چې هغه ټاكنو كښې كاروي۔ له پلوامه پیښې پرته په پاكستان د هند لخوا د لګېدلې تورونو او كاروايۍ زيان هند ته رسېدلې۔ د پاكستان د امن بيانيه د لوئيديزو هېوادونو په شمول اسلامي نړۍ او نورو هېوادونو ستائلې كومه چې د حكومت ٬ سياسي ګوندونو او قوم فتح ده۔ اوس پاكستانې سفير دهلي ته او هندي سفير پاكستان ته رارسېدلې دې۔ هوائي مېدانونه پرانستلې شوي دي۔ د معاملې په شدت كښې كمې رامخې ته شوې دې۔ د هندي كركټ لوبډلې د آرمي كېپ كارولو معامله مو هم په آئي سي سي كښې د پورته كولو پرېكړه كړې ده ولې چې كه هندي كركټ لوبډله داسې كولې شي نو پاكستانۍ كركټ لوبډله هم كشمير كښې روان ظلم او زياتې په ډاګه كولې شي۔ آئی سی سی كه د انګلېنډ په لوبغاړي د غزه په حق كښې د رېسټ بېنډ په تړلو بندېز لګولې شي نو هغه دې په سمدستي توګھ په هندي لوبډله هم بندېز ولګوي او كه هغه داسې ونكړي نو بيا ددې د قانون عملداري به يو ډول نه وي۔ ده د خالي په ورځ د سوشل وېلفيئر كمپلېكس دورې په مهال ميډيا سره خبرې كولې ۔ وفاقی وزیر د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د وزیراعظم عمران خان لخوا ښكاره هدايات دي چې پخواني وزيراعظم نواز شريف ته دې د درملنو ترټولو غوره آسانۍ وركړې شي چې ترمخه ئې پنجاب حكومت ده ته د ټولو ممكنه آسانيو پېشكش وكړو۔ ولې د مسلم ليګ نون دننه يوه طبقه د نواز شريف د روغتيا په معامله سياست كوي۔ د بلاول بھټو نواز شريف سره زندان كښې د ملاقات په اړه ده ووئيل دې ملاقات كښې هېڅ خبره نشته ولې چې دواړه ګوندونه وړاندې څخه اپوزيشن كښې يو بل ته نزدې ناست دي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د اطلاعاتو او خپرونو صوبائي وزير فیاض الحسن چوهان ښه اننګز كړې اوس به سيد صمصام بخاري د حكومت نقطه نظر اولس ته رسوي۔ د کالعدم تنظیمونو په ضد د كارروايو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د کالعدم تنظیمونو په ضد د روانو كارروايو په اړه د هندوستان فارن آفس څخه جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې هند دې څخه مطمئن نه دې حال دا دې چې د هند دې سره هېڅ كار نشته او نه پاكستان دا د هند مطمئن كولو له كوي۔ ده ووئيل حكومت په نېشنل اېكشن پلان او د نېشنل سېكورټي كونس په پرېكړو عملدرآمد له دا كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل سوشل وېلفيئر څانګه مېرمنو ٬ مشرانو او اسانيو څخه محرومو طبقو ته آسانۍ وركوي۔ مخير حضرات دې صدقې او خېرات لپاره دې ادارې سره رابطه كوي او داسې تنظيمونو ته دې دا پېسه نه وركوي د كومې په اړه چې دا معلومه نه وي چې دوئي ئې چرته مصرف كوي۔ ده ووئيل كراچۍ كښې د صدقه او خېرات په نامه يو ترهګر نېټ ورك چلېدو۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير سوشل وېلفېئر کمپلېکس كښې د عافیت اولډ اېج هوم دورہ وكړه۔ د سوشل وېلفېئر ډي جي افشاں كرن وفاقي وزير اولډ اېچ هوم كښې مېشته آسانيو څخه خبر كړو۔ وفاقی وزیر ته ووئيلې شول چې دا مهال اولډ اېج هوم كښې ټول 44 وګړي استوګنه كوي۔ په دوئي كښې د يو خاوند او مېرمنې په شمول 32 سړي او 12 مېرمنې دي۔ وفاقی وزیر د اولډ اېج هوم كوټو ته لاړو او دغلته مېشته وګړو څخه ئې د اسانيو په اړه تپوسونه وكړل۔