د افغان جنګ ختمولو بل امريكائې سېنېټ ته وړاندې كړې شو

واشنګټن 07 مارچ (اے پی پی) د امریکې سېنېټ 2 غړو د دوه لسيزو راهسې راوان افغان جنګ ختمولو لپاره بل ايوان ته وړاندې كړې دې۔دا بل په يوه داسې موقع وړاندې كړې شوې كله چې امریکائې چارواكې د افغان طالبانو سره د امریکائي ځواكونو راستنولو او ترهه ګرۍ ختمولو په اړه خبرې كوي۔د امریکې نشریاتی ادارې له مخې دا بل د ری پبلکن سناتور رینډ پال او د ډیموکریټ سناتور ټام اوډال وړاندې كړې،كوم له چې د افغان ایکټ 2019 ء نامه وركړې شوي۔ د دې ايكټ د لارې به امریکا په افغانستان كښې د خپلې كاميابۍ اعلان کوي۔ چې پكښې وئيلي شوې راروانو 45 ورځو كښې به يوه منصوبه جوړولې شي چې د لارې به ئې د ځواكونو د راستنيدو باضابطه ترسره كولې شي او په يو كال كښې به د افغانستان څخه د امريكې ټول عسكر ستنولې شي