مکه مکرمه ۔ 5 مارچ(اے پی پی) د مكې مكرمې ګورنر شهزاده خالد الفېصل ټولو سركاري ادارو ته هدايت كړې دې چې هغه دې د انګرېزۍ ژبې ګاډ لفظ په ځائې د الله نامه كاروي۔ د مكې ګورنرېټ په سركاري وېب پاڼه ليكلي شوي دي چې كه كوم ځائې كښې د الله د نامې په ځائې بل كوم لفظ كارولې شي نو دا عمل سم نه دے۔ ددې په ځائې دې د الله نامه وكارولې شي۔ ده ووئيل اعلی مفتي د الله په ځائې د ګاډ لفظ كارولو نه منع كړې ده او دا ئې ناجائزه ښودلې ده