پاكستان سپر ليګ (پي اېس اېل) فور كښې نن دوه مېچونه كېږي

ابوظهبی 04 مارچ(اے پی پی) د پاكستان سپر ليګ (پی اېس اېل) څلورم اېډيشن په څلورم پړاؤ كښې نن د نهې په ورځ اوظهبي كښې دوه مېچونه كېږي۔ د لاهور قلندرز سيالي به پېښور زلمي او د اسلام آباد يونائيټډ به كوئټه ګلېډي اېټرز سره وي۔ پېښور زلمي په 5 مېچونو ګټلو تر ټولو وړاندې روان دې۔ د تفصيلات ترمخه متحده عرب امارات كښې پي اېس اېل فور كښې د لوبډلو ترمينځھ د خوندورو مقابلو لړۍ روانه ده۔ دبئی او شارجه كښې د زړه پورې مقابلو نه وروستو اوس ابوظهبۍ كښې د چوكو او چھكو باران دے۔ د پی اېس اېل څلورم پړاؤ كښې نن د نهې په ورځ ابوظهبۍ كښې دوه مېچونه كېږي۔ په دې لړ كښې به د لاهور قلندرز مقابله پېښور زلمي او د اسلام آباد يونائيټډ كوئټه ګلېډي اېټرز سره وي۔ تر دې دمه په شوو مېچونو كښې پېښور زلمي 5 مېچونه ګټلو سره اول ٬ كوئټه 5 مېچونو ګټلو سره دوهم ٬ اسلام آباد یونايټټډ څلور مېچونو سره درېم ٬ لاهور قلندر درېو مېچونو ګټلو سره څلورم ٬ كراچي كنګز درېو مېچونو ګټلو سره پينځم او ملتان سلطانز د دوه مېچونو په ګټلو سره شپږم پوزيشن ترلاسه ته راغلې دې