لاهور۔ 3 مارچ(اے پی پی) د پاكستان سپر ليګ لاهور كښې كېدونكي درې مېچونه به كراچۍ كښې كولې شي۔ پاكستان كښې د پي اېس اېل فور مرحله به اوس د مارچ نهمې مياشتې څخه پېل كېږي۔ لاهور څخه كراچۍ ته د مېچونو منتقل كولو پرېكړه لاهور كښې د كمرشل فلائټس تاخېر سره د پېل كېدو لامله شوې ده۔ د پي سي بي اعلاميې ترمخه په كم وخت كښې د لاجسټكس چېلنجز رامخې ته كېدل وو ځكه دا مېچونه كراچۍ ته منتقل كړې شوي دي۔ د پي سي بي چيئرمېن احسان ماني وېنا وه چې دا يوه ګرانه پرېكړه وه كومه چې مونږ د ټولو فرنچائزز او نورو په مشاورت وكړه۔ د نوي پروګرام ترمخه به اولنې مېچ په 9 مارچ د لاهور او اسلام آباد ترمينځھ ماښام 7 بجې په نېشنل سټېډيم كراچۍ كښې كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان سپرليګ 8 مېچونو كښې 3 لاهور او 5 كراچۍ كښې كېدل وو ولې اوس به دا ټول مېچونه كراچۍ كښې كولې شي