دهرہ ډون ۔ 3 مارچ(اے پی پی) د افغانستان او آئرلېنډ کرکټ لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز درېم مېچ (سبا) د نهې په ورځ دهره ډون كښې كېږي۔ افغان لوبډلې ته سيريز كښې د 1-0 بريا ترلاسه ده۔ د افغان لوبډلې په اولنۍ يو ورځني مېچ كښې آئرلېنډ ته 5 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ دوهم مېچ باران سره مخ شوې وو۔ درېم مېچ كښې افغان لوبډله د بريا يو په دوه كولو او آئرلېنډ لوبډله د سېريز يو برابر كولو هڅه كوي ځكه هيله ده چې دا راروانه مبارزه به سخته او خوندوره وي۔