د بلوچستان كلتور د امن كلتور دې۔ مونږ له به د امن او سلامتيا پېغام عام كول وي۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني

اسلام آباد ۔2 مارچ (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجرني د بلوچ كلچر ډے په مهال د بلوچستان اولس ته مباركي وركړې ده۔ د خالي په ورځ خپل پېغام كښې ده ووئيل د بلوچستان كلتور د امن كلتور دېمونږ له به د امن او سلامتيا پېغام عام كول وي۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د بېلو كلتورونو خلق ژوند كوي۔ حاجت دې خبرې ته دې چې د كلتورونو ترمينځھ په همغږۍ لا زور راوړلې شي دغسې چې بلوچستان كښې د پرمختګ عمل تند كړې شي او ټولې ډلې د قومي پرمختګ په هلو ځلو كښې شامل كړې شي۔ ده ووئيل په دې ورځ به مونږ له عهد كول وي چې مونږ د پاكستان او په خاص توګه د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ له خپل كردار ترسره كوو۔