پي آئي اے د هېواد څلور لويو هوائي مېدانونو څخه فضائي آپرېشن پېل كړو وزیر اعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې د ګېر شويو پاكستانيانو هېواد ته زر تر زره رارسولو له چيف اېګزېكټو آفيسر ايئرمارشل ارشد ملك ته هدايات جاري كړي۔ د نجكارۍ او شهري هوابازۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو بيان

اسلام آباد ۔ 2 مارچ (اے پی پی) د نجكارۍ او شهري هوابازۍ وفاقي وزير محمد مياں سومرو وئيلي دي قومي ايئر لائن پي آئي اے د هېواد څلور لويو هوائي مېدانونو څخه فضائي آپرېشن پېل كړې دې۔ كراچۍ ٬ اسلام آباد ٬ پېښور او كوئټه څخه پروازونه روان دي۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل وزیراعظم عمران خان بهر هېوادونو كښې د ګېر شويو پاكستانيانو هېواد ته زر تر زره رارسولو له چيف اېګزېكټو آفيسر ايئرمارشل ارشد ملك ته هدايات جاري كړي۔ ده ووئيل سعودي عربستان او خليجي هېوادونو څخه به په ترجيحي بنيادونو مسافر رارسولې شي۔ د عمرہ زائرینو او خلیجی هېوادونو هغه مسافر چې د وېزې معياد ئۍ ختمېږي ته ترجيح وركولې شي۔ ده ووئيل تر دې دمه 5 زره نه زيات مسافر هېواد ته راوړلې شوي دي۔ وفاقی وزیر ووئيل د پي آئي اے عملې رخصتۍ منسوخ كړې شوي دي او د پي آئي اے مسافرو سره اړوندې څانګې د مسافرو لارښودنه كښې بوختې دي او د پي آئي اے چیف اېګزېکټو آفیسر ایئر مارشل ارشد ملک د آپرېشن نګراني كوي۔