د پاكستان او هند ترمينځه ثالثي كولو له د روسيه وړاندېز خوشبينه دې۔ د ډونلډ ټرمپ په شمول نورو هېوادونو د تاؤ تريخوالي وضعه ختمولو خبره كړې۔ د ترهګرۍ په ضد د پاك پوځ كردار نړۍ منلې۔ په غلطۍ سره د پولې پوره غاړه تلي شاكرالله حفاظت د پوليس ٬ د زندان چارواكو او هند ذمه واري وه۔ مونږ امن ته ترجيح وركوو۔ د نرېندر مودي د جارحانه ګام او دده منفي سوچ لامله د هند سيكولر تشخص برباد شوې دې۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د بېلو نجي ټي وي چېنلز پروګرامو كښې د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔2 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د پاكستان او هند ترمينځھ ثالثي كولو له د روسيه د وړاندېز هركلي كولو سره وئيلي دي د ډونلډ ټرمپ په شمول نورو هېوادونو د تاؤ تريخوالي وضعه ختمولو خبره كړې۔ د ترهګرۍ په ضد د پاك پوځ كردار نړۍ منلې۔ په غلطۍ سره د پولې پوره غاړه تلي شاكرالله حفاظت د پوليس ٬ د زندان چارواكو او هند ذمه واري وه۔ مونږ امن ته ترجيح وركوو۔ د نرېندر مودي د جارحانه ګام او دده منفي سوچ لامله د هند سيكولر تشخص برباد شوې دې۔ بېلو نجي ټي وي چېنلز پروګرامو كښې د خيالاتو څرګندونه كولو سره ده ووئيل وزیراعظم عمران خان د هندي پائيلوټ د خوشې كولو پرېكړه د كوم شرط نه غېر كړې ده۔ پاكستان هغه كړې كومه چې مناسب وه۔ عزت سره ئې پائيلوټ وساتلو۔ ده غوښتنه وكړه چې هند دې مقبوضه كشمير كښې ظلم ٬ زور او زيات بند كړي۔ ده ووئيل پاكستان د خپلو پولو حفاظت كولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان لخوا د هندي پائيلوټ خوشې كول امن ته د ودې وركولو ښكاره ثبوت دې د كومې چې نړۍ كښې ستائنه كېږي۔ بلخوا هندي وزيراعظم چې د جارحيت كومه خبره كوي د هغې په ضد هند كښې آوازونه پورته كېږي۔ د نرېندر مودي د جارحانه ګام او منفي سوچ لامله د هند سيكولر تشخص برباد شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاکستان هند ته د پلوامه په اړه د پلټنيو وړاندېز وركړو ولې هند په دې اړه مونږ ته څه هم وړاندې نه كړل۔ اوس په پلوامه يو ډوزيئر ترلاسه شوې د هغې جاج اخلو۔ ده ووئيل مونږ هند سره د ټولو مسئلو سولييز حل له خبرو كولو له چمتو يوو۔ ملګري ملتونو دې د پاكستان او هند مذاكراتو اهتمام وكړي مونږ تيار يوو۔ ده ووئيل زه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ته د پاكستان دورې كولو بلنه و ركوم۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د او آئي سي په غونډه كښې د ګډون نه كولو پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل كه هند ته په او آئی سی كښې د مبصر درجې وركولو هڅه وكړې شوه نو مونږ به ئې مخالفت كوو۔ ده ووئيل مونږ نړۍ ته د امن پېغام وركړې۔ ولې كه هند كوم جارحيت وكړو نو مونږ د خپلې دفاع حق لرو۔ ده ووئيل پاك پوځ د نړۍ تر ټولو غوره پوځ دې۔ په كوم چې مونږ ته وياړ دې۔ ده ووئيل زه د پاك هوائي ځواك پائيلوټ حسن صديقي ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوم چا چې د هند جنګي الوتكې تباه كولو سره دښمن قوتونو ته ښكاره پېغام وركړې چې مونږ د خپل ګران هېواد دفاع له هر وخت چمتو يو۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل جنګ د كومې مسئلې حل نه دې۔ ده ووئيل هند كښې د جنګ او پاكستان كښې د امن خبره كېږي۔ ده ووئيل د امريكائي اولس مشر بيان مثبت او د ډاډ وړ وو۔ د پاک هند اړيكو كښې ښه والې د امريكا په ګټه دې۔ ده ووئيل چين غواړي چې د پاك هند ترمينځھ معاملې امن پلو لاړې شي۔ دغسې روسيه د دواړو هېوادونو ترمينځھ مذاكراتو كولو له د ثالثۍ كردار ترسره كولو وړاندېز راكړې۔