کھټمنډو۔ 02 مارچ (اے پی پی) د نیپال دراچولا ضلع كښې د يو جيپ مهاکالی نالۍ ته د پرېوتو په نتيجه كښې 11 كسان مړه او يو ژوبل شوې۔ يو پوليس افيسر ووئيل جيپ دراچولا څخه مونسپل کونسل كلي پلو روان وو۔ د پېښې ځائ څخه د 11 كسانو مړي ترلاسه شوي دي۔ په مړو شويو كښې 7 مېرمنې ٬ درې سړي او يو ماشوم شامل دې۔ د پېښې د پلټنيو په اړه لا څه وئيلې كېدې نه شي