میکسیکو سټی۔ 02 مارچ (اے پی پی) میکسیکو كښې د پېټرول يو پائپ لائن كښې د چاؤدنې پېښې په نتيجه كښې د مړو شويو شمېره 134 ته رسېدلې ده۔ د ځائي چارواكو ترمخه دا پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې عامو وګړو د پائپ لائن څخه بهېدونكې پېټرول ډكول۔ حكومتي شمېرو كښې وئيلي شوي دي چې د جنورۍ په 18 مه نېټه رامخې ته شوې ددې پېښې په نتيجه كښې په دغه وخت 67 مړو شويو كسانو كښې يواځې د 16 كسانو پېژندګلو شوې وه۔ د چارواكو ترمخه په دې پېښه كښې ژوبل شويو 81 كسانو كښې تر دې دمه 66 كسان مړه شوي دي