هندي عسكرو کپواړه كښې دوه نور کشمیری ځوانان شهيدان كړل

سرینګر 01 مارچ (اے پی پی) مقبوضه کشمیر كښې هندي عسكرو د ریاستی ترهه ګرۍ تازہ کارروائی په مهال کپواړه ضلع كښې د دوه نور کشمیری ځوانان شهيدان كړې دي۔ د کشمیرمیډیا سروس له مخې عسكرو دغه ځوانان د كپواړه ضلعې لنګيټ سيمې په باباګنډ كښې د لټون او محاصرې په مهال شهيدان كړې دي۔ تر آخری اطلاعاتو سيمه كښې پوځي کارروائی روانه وه۔ بلخوا د هند يو پولیس افسر میډیا سره په خپلو خبرو كښې ادعا كړې چې دغه ځوانان عسکریت خوښې ؤ كوم چی د عسكرو سره د نښتې پھ مهال وژلې شوې دي۔