د كال 2018ء په مهال د مسلمانانو په ضد تعصب زيات شوې، او آئی سی

جدہ 01 مارچ (اے پی پی) د اسلامی مرستې تنظیم او آئی سی اعلان کړې چې د كال 2018ء په مهال د مسلمانانو په ضد تعصب زيات شوې دې، ځينې هېوادونو اسلام فوبیا له ادارہ جاتی رنګ وركړې۔ اسلام مخالف حکومتونه جوړ شوې، د انتها خوښې سیاسی ګوندونو سیاستمدار په اقتدار كښې د راتللو په وجه اسلام فوبیا د سرکاری پالیسۍ برخه جوړه شوې۔ د اسلامی مرستې تنظیم ماتحت اسلام فوبیا تنظیم جون 2018ء نه تر فروری 2019ء4 په پېښو او او حالاتو مشتمل 121م كلن راپور جاری کولو سره پام راګرځولې چې د 2017ء په مهال اسلام فوبیا كښې معمولی کمې ریکارډ شوې ؤ خو يو ځل بيا د اسلام څخه د كركې او د اسلام په ضد د كركې خبرې زياتې شوې دي۔په جوماتونو او سماجی مرکزونو بريدونه شوې۔په خاص توګه امریکې او اروپائي هېوادونو كښې د مسلمانانو مرکزونه او جوماتونه په نښه كړې شوې دي۔