اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي) روس د پاكستان او هند ترمينځه د خبرو اترو كوربتوب له تجويز وركړی دې ۔د روس سركاري خبر رسنې ادارې له مخې د روس خارجه وزير سرګئے لاروف د زيارت په ورځ ماسكو كښې مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل كه پاكستان او هند دې ته راضي شي نو روس د مسئلې حل لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه د خبرو اترو كروبتوب كولو له چمتو دے۔د دې څخه وړاندې روس د پاكستان او هند ترمينځه تاؤ تريخوالي كښې په زياتوالي د اندېښنې څرګندونې سره په دواړو هېوادونو زور راوړې چې په دې مهال د زغم څرګندونه وكړي