دهرہ دون ۔ 26 فروری (اے پی پی) د افغانستان او آئرلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځھ د 5 يو ورځنو مېچونو سيريز اولنې مېچ سبا د زيارت په ورځ د فرورۍ په 28 مه نېټه د هند دهره دون ښار كښې كېږي۔ دې څخه وړاندې د افغانستان كركټ لوبډلې د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې آئرش ټیم كلين سويپ كړې ؤ ۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د 5 يو ورځنو نړيوالو مېچونو سريز دوهم مېچ به د مارچ په 2 مه نېټه ٬ درېم په 5 مه ٬ څلورم په 8 مه او پينځم او وروستې مېچ به په 10 مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځھ يواځنې ټېسټ مېچ به د مارچ 15 مې نېټې څخه تر 19 مې نېټې كولې شي۔ دا خبره دې ياده وي دواړو لوبډلو تېر كال څخه خپل ټېسټ مېچ پېل كړې۔ په خپل اولني ټېسټ مېچ كښې آئرش لوبډلې د پاكستان نه او افغانستان د هند نه ماتې خوړلې وه