دبئی ۔ 26 فروری (اے پی پی)د پاکستان کرکټ بورډ (پی سی بی) ترسېوري لاندې د پاكستتان سپر ليګ ټي ټونټي ټورنامنټ په 4 م اېډيشن كښې به نن د شورؤ په ورځ دوه مېچونه كېږي۔ د تفصيلات ترمخه نن د شورؤ په ورځ به دوه مېچونه كولې شي كومو كښې به چې اولنې مېچ د لاهور قلندر او كوئټه ګلېډي اېټرز كركټ لوبډلو ترمينځه او دوهم مېچ به د اسلام آباد یونائیټډ او کراچی کنګز ترمينحه كولې شي۔ په ليګ كښې د كركټ نړۍ څخه نوموړي لوبغاړي د بېلو كركټ لوبډلو لخوا په اېكشن كښې دي۔ اسلام آباد یونائیټډ كركټ لوبډله د ټائيټل دفاع كولو له هڅې كوي۔ د مارچ تر 17 مې نېټې روان ايونټ كښې 6 كركټ لوبډلو برخه اخستې ده كومو كښې چې اسلام آباد یونائیټډ، لاهور قلندرز، کراچی کنګز، ملتان سلطانز، پېښور زلمی او کوئټه ګلېډی اېټرز شامل دې۔ په ليګ كښې شامله هره كركټ ډله به 10 ٬ 10 مېچونه كوي په كومو كښې به چې ټاپ فور لوبډلې تر ناك آؤټ پړاؤ ته رسيږي ۔ دا خبره دې ښكاره وي د ټاپ دوو لوبډلو ترمينځھ فائنل به د مارچ په 17 مه نېټه كېږي۔