جنېوا ۔ 26 فروری (اے پی پی) د سوئټزرلېنډ په جنېوا ښار كښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل 40 مه غونډه پېل شوې ده۔ په جنېوا كښې پېل شوې د بشري حقونو كونسل غونډې ته خپل خطاب كښې د ملګرو ملتنونو عمومي سېكتر انټونیو ګوترېش او د بشري حقونو كمشنر مېشل باچلېټ خواست وكړو چې نسل پرستۍ، غیر ملکیانو څخه د كركې او عدم برداشت ختمولو لپاره دې هڅې وكړې شي۔ ګوترېش خبردارې وركړو چې د نړۍ په يو شمېر هېوادونو كښې بشري حقونه له مينځه وړلې شي۔ دواړو لارښودو د بې وزلۍ ختمولو ھڅو له د ترلاسه شوو كاميابو ستائنه هم وكړه