هندي ايالت جهاركھنډ كښې ذهني رنځور 5 كسان اووژل

نوې ډيلې ۔ 25 فروری(اے پی پی) د هند جهاركھنډ ايالت كښې يو ذهني رنځور د خپلې كورنۍ 5 كسان مړه او 2 نور ژوبل كړې دي ۔ بياهم د هغ ه كورودانې ګاونډيانو كره ځان بچ كړې ۔ د هندي خبر رسنې ادارې ترمخه د جهار كھنډ ايالت سرائے كېلا ضلعې په پوړي سېل كلي كښې يو ذهني رنځور خپل ورور ٬ وراندار او درې ورېرونه په تبر وهلو سره وولې دي ۔ په دې پېښه كښې د تورن مور او كشر ورور ژوبل شوي ۔ بياهم كورودانې ئې ګاونډيانو كره ځان بچ كړې۔ پوليس د پېښې ځائې ته رسېدلي او مړي ئې قبضه كښې اخستې او ملزم چنو سورين ئې نيولې ۔ د ابتدائي پلټنيو ترمخه تورن په نشه كښې ؤ ۔ پوليس د پېښی راپور درج كولو سره پلټنې پېل كړې دي