کراچۍ۔ 24 فروری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د شاه عبد اللطيف بھټائي په ډول صوفي شاعرانو په شمول د سندھ شاعرانو نړۍ ته د امن او مينې پېغام وركړې كوم چې د تعليم ودې د لارې عام كولو ته اړتيا لري۔ د سندھ كلتور د سندھ زمكې كالې دې۔ كركه خپرول د سندھ د كلتور په ضد دي۔ پاك پوځ په پولو د ترهګرۍ د عنصر مخه نيولې ده۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د سندھ ادبي مېلې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل سندھ د صوفيائي كرامو وطن دې۔ د شاہ عبداللطیف بھټائی په ډول صوفي شاعرانو چې د خپل كلام د لارې كوم پېغام وركړې په هغې بايد عمل وكړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د معاشي پرمختګ په لاره روان شوې دې۔ موجوده حكومت غوره معاشي پالېسۍ جوړوي دغسې چې هېواد معاشي استحكام پلو مخ په وړاندې لاړ شي۔ اولس مشر ووئيل په ګرده نړۍ كښې د كتاب رجحان مخ په كمېدو دې كوم پلو به چې تلل وي۔ ده ووئيل كركه خپرول د سندھ د كلتور په ضد دي۔ ده ووئيل په سندھ كښې كله هم اقليتونو سره ناروا سلوك نه دې شوې۔ اولس مشر ووئيل پاك پوځ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابۍ ترلاسه كړي دي۔ دې لپاره اولس او پاك پوځ قربانۍ وركړې دي۔ ده ووئيل پاك پوځ په پولو د ترهګرۍ د عنصر مخه نيولې ده۔ اولس مشر ووئيل كرپشن د هېواد بنيادونه كمزورې كړې دي حكومت د كرپشن ختمولو له ټولې ممكنه هڅې كوي۔ ده ووئيل د تھرپاركر د اولس د ژوند معيار ښه كولو له دې ګامونه پورته كړې شي۔ اولس مشر ووئيل د كلتور په وده كښې د تعليم كردار ډېر مهم وي او موجوده حكومت د تعليم سره سره د روغتيا څانګې ته هم خاص پاملرنه كوي۔