هند په پاكستان د بې بنسټه تورونو لګولو عادت جوړ كړې دې۔ هند ته خبردارې وركوو چې پاكستانې قوم بېدار دے۔ مونږ ته د خپل ګران هېواد دفاع كول راځي او پاك پوځ سره اوږه په اوږه لكه د غر ولاړ يو۔ د پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) پخواني وزيراعظم راجه پروېز اشرف وئيلي دي هند په پاكستان د بې بنسټه تورونو لګولو عادت جوړ كړې دې۔ د هند د دړكې وركونكې رويې په سختو ټكو كښې غندنه كوو او هند ته خبردارې وركوو چې پاكستانې قوم بېدار دے۔ مونږ ته د خپل ګران هېواد دفاع كول راځي۔ مونږ پاك پوځ سره اوږه په اوږه لكه د غر مضبوط ولاړ يو۔ تېره ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستانې اولس يو موټې دې او د هر ډول حالاتو مقابله كولو له چمتو دې۔ ده ووئيل وزيراعظم هند ته ښه ځواب وركړې دې۔ د ټول قام هم دغه ځواب دے۔ ده ووئيل مونږ امن خوښوونكې قوم يو ولې كه په مونږ جنګ مسلط كړې شو نو بيا مونږ د خپل ګران هېواد دفاع كولې شو۔ ده ووئيل د اصول او قانون ترمخه د پاكستان اوبه بندېدې نه شي۔ د هند په رويه افسوس دے زه ددې غندنه كوم۔ ده ووئيل پاكستانې اولس بېدار دے۔