پلوامه پېښې څخه وروستو مقبوضه كشمير كښې په خصوصي توګه او په ټول هند كښې د بشري حقونو وضعه زياته ناوړه كېدو پلو روانه ده۔ ملګري ملتونه دې په هند د جنېوا كنونشنز ترمخه د خپلو ذمه وارو ديانتدارۍ سره ترسره كولو له نړيوال فشار زيات كړي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر ته خط

اسلام آباد ۔ 23 فروری (اے پی پی) پلوامه پېښې څخه وروستو مقبوضه كشمير كښې په خصوصي توګه او په ټول هند كښې د بشري حقونو وضعه زياته ناوړه كېدو پلو روانه ده۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د زياتېدونكو سنګينو خلاف ورزيو او د اړوند مسئلو په اړه بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر ته يو خط لېږلې دې په كوم كښې چې خارجه وزير وئيلي دي د كشميري مظاهرچيانو په ضد د پېلټ ګنز كارولو ٬ د هند لخوا كشميريانو او پاكستان سره سياسي مذاكراتو كولو څخه صفا انكار او كشميري وګړي په ډزو ويشتلو سره د شهيد كولو احكاماتو لړۍ وړاندې نه جاري وه ولې اوس د كشميريانو په ضد په ټول هند كښې د كركې او تشدد يو مهم پېل كړې شوې دې۔ ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د وسله والې شخړې نوعيت نظر كښې نيولو سره دا خبره ضروري شوې ده چې په هند دې د جنېوا كنونشز ترمخه د خپلو ذمه وارو ترسره كولو له نړيوال فشار زيات كړې شي۔ ده ووئيل په 14 فرورۍ پلوامه كښې په هندي پېرا ملټري اهلكارو بريد ته مقصدي انداز كښې كتل پكار دي۔ ده ووئيل هند د يو سازش ترمخه د كوم ثبوت نه ځانله په پاكستان تور لګولې چې ښكاره مقصد ئې د هند لخوا مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه د نړيوالې ورورولۍ پام بل پلو ګرځول ٬ د خپلواكۍ حق له هڅې كوؤنكي ترهګر ګرځول وو۔ خارجه وزير ووئيل جموں كشمير په نړيواله توګه منلې شوې متنازعه سيمه ده په كومه چې هند ناجائزه قبضه كړې ده۔ خارجه وزير ووئيل د يوې اندازې ترمخه هند تسلط څخه آزادۍ لپاره 100 زره څخه زياتو كشميري وګړو د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ ده ووئيل كال 1989 كښې د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو هڅې پېل شوې او د دغه وخت څخه تر دې دمه په مقبوضه كشمير كښې به داسې كوم وګړې نه وي د كوم چې كوم خپل ٬ عزيز په دې هڅو كښې د خپل ځان قرباني وركړې نه وي۔ ده ووئيل دا ډېره د اندېښنې وړ خبره ده چې هند د هندو شدت خوښو عناصرو لخوا د كشميري اولس په ضد د تشدد په كارروائيو خاموشي اختيار كړې ده۔ خارجه وزير د بشري حقونو كمېسيون ته خواست وكړو چې هغه د صورتحال څارنه وكړي او د نسلي شناخت په بنياد خلقو ته د هر ډول تشدد څخه تحفظ وركولو له خپل فعاله كردار ترسره كول باوري كړي۔