نوې ډيلې ۔ 23 فروری (اے پی پی) هند كښې ګڼ شمېر كسان د زهرجن شراب څښلو لامله مړه شوي دي۔ د هندي خبر رسنې ادارې ترمخه په قطبي ختيځ رياست آسام كښې د زهرجن شرابو څښلو په سبب 84 كسان مړه شوي دي۔ د پوليس وېنا ده چې مړه شوي ټول كسان ګولا ګھاټ او جورهاټ ضلع كښې د چايو باغ كښې كار كوؤنكي مزدوران وو۔ د ګولاګھاټ مشر سركاري چارواكي دهرين هزاريكا وېنا ده چې يو شمېر نور ځپلې شوي هم دي چې لامله ئې د مړو په شمېره كښې اضافه كېدې شي۔ دده وېنا ده چې د 60 نه زيات دا مهال درملنو له روغتونونو كښې بستر دي