د افغان لويې جرګې غونډه به په مارچ مياشت كښې كېږي

كابل 23 فروری (اے پی پی)د افغانستان سياسي اكابرينو او قبائېلي مشرانو غونډه راتلونكې مياشت رابللې شوې ده ۔د المان خپرونې ادارې له مخې د افغانستان سياسي اكابرينو او قبائېلي مشرانو دې غونډې ته لويه جرګه وئېلي كېږي۔په دې جرګه كښې به د طالبانو سره د امريكې امن خبرو اترو كښې په كېدونكي پېشرفت بحث كولې شي۔د لويې جرګې غونډې رابللو تفصيلات د امن لپاره د افغان اولس مشر خاص مرستيال محمد عمر داؤد زئي په ټېلي ويژن د يوې مركې په مهال وئېلي۔په دې غونډه كښې د يو داسې فريم ورك جوړولو هڅه كېږي چې له مخې به يې د كابل حكومت هم د افغان طالبانو سره د مذاكراتو عمل پیل كړي۔طالبان تراوسه د حكومت سره خبرو اترو كولو ته رضا شوي نه دي