د عراق عسكرو د داعش 5 ځانمرګي بريد كوونكې اووژل

بغداد 21 فروری (اے پی پی) د عراق عسكرو وئيلي دي صحراء الانبار كښې امنيتي ځواكونو د داعش باقیات په ضد يوه پوځي کارروائی كښې د تنظیم 5 ځانمرګي بريد كوونكې وژلې دي۔دا پېښه لويديز موصل كښې رامخې ته شوې چرته چې د داعش پاتې جنګيالو په ضد عمليات روان دي۔ دعراق پوځ د اړخه جارې شوي يو بیان كښې وئيلې شوې امنيتي ځواكونو او د داعش جنګيالو ترمينځه حوارن وادی په صحراء كښې جنګ شوې چې پكښې د داعش 5 ځانمرګي بريد كوونكې وژلې شوې۔ په دې كښې د تنظیم ځائې امیر ابو قصورہ الحیانی هم شامل دے۔ وژلې شوو جنګيالو ځانمرګي جيكټونه اچولې وؤ