د شمالی کوریا لارښود کم جونګ ان به د امریکې اولس مشر سره ملاقات لپاره د ټرين د لارې ويت نام ته ځي

هنوئی 20 فروری (اے پی پی) د شمالی کوریا لارښود کم جونګ ان به د امریکې اولس مشر سره ملاقات لپاره د ټرين د لارې ویت نام ته ځي، شمالی کوریا د امریکې اولس مشر ډونلډ ټرمپ او شمالی کوریا لارښود کم جونګ اْن ترمينځه د ملاقات کوربتوب لپاره په تیاریو كښې بوښت دې۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې کم جونګ اْن د امریکې اولس مشر سره ملاقات لپاره د ټرين لارې ویت نام ته ځي۔ دواړه لارښود به په 25 فرورۍ ملاقات كوي۔ دا خبره دې ياده وي د دواړه لارښودو ترمينځه تير كال جون كښې يو ملاقات سنګاپور كښې شوے ؤ