جده 19 فروری (اے پی پی) د سعودی عربستان چارواكو د هرې ویزې ترلاسه كولو لپاره میډیكل انشورنس ضروری ګرځولې دے ۔ د سعودی ميډيا له مخې د سعودی چارواكو د جاری كړې نوې پريكړې منظوری وركړې ده چې ترمخه به ئې د حج او درملنې په غرض راتلونكو نه علاوه هر ډول ویزو ترلاسه كولو له میډیكل انشورنس لازمی وي خو سفارتی پاسپورټ لرونكې كسان به دې څخه مستثنیٰ وي۔ په نوې پريكړه عملدرآمد به راتلونكو 90 ورځو نه پس كېږي۔ د دې پريكړې مقصد سعودی كښې د پاتې كيدو په مهال د ناروغۍ په صورت د يادو شوو كسانو درملنه باوري كول دي