اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) پخواني اپوزيشن لارښود او د پنجابي اكتا ګوند مشر سكھ پال سنګ كھيرا وئيلي دي هندي عسكر مقبوضه كشمير كښې د رېپ او جعلي مقابلو په ډول سنګينو جرمونو كښې ككړ دې۔ د انډين اېكسپرېس راپور ترمخه د سماجي رابطه په وېب سائټ د پلوامه چاؤدنې په اړه خپل غبرګون كښې ده ووئيل د كشميري اولس جائزې مسئلې بايد حل كړې شي۔ مقبوضه کشمیر كښې د جنګ په ډول صورتحال دې۔ په هندي ځواكونو د ظلم او زياتي تورونه دي۔ ده ووئيل په دې ورستيو كښې يو هندي پوځي افسر مېجر ګوګي كاڼو څخه ځان بچ كولو له يو كشميرې وګړې د خپل جيپ مخې ته وتړلو۔ ده ووئيل داسې سلوك ځناورو سره هم نه كېږي۔