داعش مصر كښې په پوځي پوسته د بريد ذمه واري قبول كړه

قاهرہ ۔ 17 فروری (اے پی پی) داعش د مصر په قطبي سينائي صوبه كښې په پوځي پوسته د بريد ذمه واري قبوله كړې ده۔ د العربيه نيوز چېنل ترمخه داعش وئيلي دي چې په سينا كښې د دغه جنګيالو په يوه پوځي پوسته د بريد په نتيجه كښې 15 عسكر وژلې شوي او يو شمېر نور ژوبل شوي وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په قطبي سينائي صوبه كښې په پوځي پوسته د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې 15 امنيتي اهلكار مړه شوي وو او په ځوابي كارروائۍ كښې 7 ترهګر وژلې شوې وو