د تركيه لخوا انډر ګرېجواېټ ٬ ماسټرز او پي اېچ ډي پروګرامونو لپاره د سكالرشپ اعلان

اسلام آباد ۔17فروری(اے پی پی) تركيه د پاكستان په شمول د ګردې نړۍ زده كوؤنكو ته د تعليم موقعې وركولو له سكالرشپ اعلان كړې دې۔ سكالرشپ ترلاسه كولو كښې د كاميابي ترلاسه كوؤنكو زده كوؤنكو ټول مصاريف به د تركيه حكومت پورته كوي۔ د هائر اېجوکېشن کمېشن (اېچ اي سي( چارواكو ترمخه دا سكالرشپ د انډر ګرېجواېټ، ماسټرز او پی اېچ ډی پروګرارمنو لپاره دې۔ سکالرشپ لپاره د روانې مياشتې تر 20 نېټې خواست وړاندې كېدې شي۔ تركي سكالرشپ يو حكومتي فنډډ پروګرام دے كوم چې د ګردې نړۍ طالبعلمانو ته د تركيه په غوره پوهنتونونو كښې د زده كړو ترلاسه كولو موقع وركوي۔ د تركي سكالرشپ مقصد د هېوادونو ترمينځھ مرسته مضبوطول دي