چټاګانګ، په کچه آبادۍ كښې د اور لګېدو له امله 8 كسان مړه٬ 50 نه زيات ژوبل ٬ د دوه سووه نه زيات كورونه وسوځېدل

ډھاکه 17 فروري (اے پي پي) د بنګله دېش د سمندر غاړې ښار چټاګانګ كښې په کچه آبادۍ كښې د اور لګېدو پیښې له امله 8 كسان مړه٬ د 50 نه زيات كسان ژوبل او د دوه سووه نه زيات كورونه سوځېدلي۔ ځائي پوليس او فائر فائيټرز وئيلي دي چې د ابتدائي پلټنو له مخې په يادې شوې آبادۍ كښې د شارټ سركټ په سوب اور لګېدلې چې په نتيجه كښې ئې ټولې جونګړې وسوځېدې۔ د اور لګېدو په پېښه كښې 8 كسان مړه د 50 نه زيات كسان ژوبل او د دوه سوو نه زياتې خونې سوځېدلې دي