د چین اولس مشر سره اعلیٰ امریکائي تجارتی چارواكو وليدل

بیجنګ 15 فروری (اے پی پی) د چین په دوره راغلې د امریکې تجارتی پلاوې كښې شاملو اعلیٰ چارواكو د چین اولس مشر شی جن پنګ سره ليدلې دي۔ په پلاوي كښې اعلیٰ تجارتی نمائنده رابرټ لائټ هائزر او د خزانې وزیر سټیون منوچن هم شامل دي۔ د المان نشریاتی ادارې له مخې د جمعې پھ ورځ د امریکې او چین ترمينځه تجارتی خبرو اترو سلسله ختمه شوې ده او تر اوسه كوم بيان نه دې رامخې ته شوې۔ په دې خبرو اترو كښې د چین نمائندګی دوهم وزیراعظم لیو هی کوله۔ بل خوا د امریکې او چین تجارتی شخړې هواري له ټاكلې موده كښې د امريكې اولس مشر تر 01 مارچ د پراختيا اشاره كړې ده