ترکیې د ایران په ځواكونو د ځانمرګي بريد غندنه وكړه

استنبول 15 فروری (اے پی پی) ترکیې د ايران په ځواكونو د ځانمرګي بريد غندنه كړې ده، د ترکيې د خارجه چارو وزارت د اړخه جاری شوې بيان كښې وئيلي شوې چې ” پاسداران انقلاب اسلامی فورسز په بس ځانمرګي بريد كښې ګڼ اهلكار مړه او ژوبل شوې دي په كومو چې مونږ هم دړديدلې يو، مونږ د دې بريد سخته غندنه كوو او د ایران اولس او حکومت سره د يووالې څرګندونه كوو۔دا خبره دې ياده وي چې د ایران سوئيلي ختيز ولايت سیستان كښې د سرحدی امنيتي ګارډز په بس ځانمرګي بريد كښې 27 اهلکار مړه او 13 ژوبل شوې دي۔ د بريد ذمه واري “جیش العدل” تنظیم قبوله كړې وه۔