افغانستان كښې د خوراك غیر یقینی صورت حال، 13.5 ميلونه كسان ستونزو سره مخ كيدې شي

کابل 14 فروری(اے پی پی)افغانستان كښې 13.5 ملیونه وګړي د خوراك غیر یقینی صورت حال له امله ستونزو سره مخ كيدې شي۔ دا خبره کابل كښې د ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره امدادی مشن د اړخه شوې ده۔ د مشن دوهم مشر ټوبی لینزر ووئيل څو ميليونه افغان وګړو ته په ټوله ورځ كښې يو ځل هم د خوراك څښاك سامان نه ترلاسه كېږي۔ افغانستان وګړو شميره 34 ملیونه ده۔ ځينې افغان وګړې په نورو هېوادونو كښې مېشته دي۔