نيروبي 13 فروری (اے پی پی) كېنيا كښې كوچنۍ الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې يې د څلورو غېر ملكيانو پشمول پنځه كسان مړه شوي دي ۔د كېنيا رفټ ويلي سيمې پوليس مشر اېډورډ ډمبوري له مخې كوچنۍ الوتكه چې پكښې څلور غېر ملكي سېلګري ناست وو۔د ماسائي مارا نيچر لريزو څخه د هېواد لوېديزې سيمې ته د تللو په مهال تر كاناجهيل سره نزدې رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې يې د څلورو غېر ملكيانو پشمول پنځه كسان مړه شوي۔په پېښه كښې د الوتكې پائېلوټ هم مړ شوے دے