
تهران 13 فروري (اے پي پي)د ایران اولس مشر حسن روحانې به د روسيې خپل همڅنګ ولاديمير پيوټن په رسمي بلنه (نن) د زيارت په ورځ روس ته ځي۔ حسن روحانې به د لوړې كچې پلاوي مشري كولو سره په سوچي كښې د سوريې په اره د ايران ٬ تركيې او روسيې په درې كسيزه غونده كښې ګډون كوي كوم چې د درې كسيزه مشرانو څلورمه غونده ده۔ د غونډې مقصد د ترهګرۍ مخنيوې او منطقه كښې امن او د استحكام پشمول د سوريې ګډوالو وطن ته د ستېندو او سوريه كښې امن دے۔ اولس مشر روحاني به د سوچي غونډه كښې د ګډون سره د روسيې او تركيې اولس مشرانو سره جلا جلا ملاقاتونه هم كوي۔