د سي پېك ترسېوري لاندې د ګوادر پرمختګ له د روان كال په وړومبو درې مياشتو كښې تندۍ سره د ګامونو پورته كولو منصوبه ٬ د پاكستان او چين ترمينځه د ګوادر بندر ځائې پرمختګ ٬ د نيو ګوادر ايئرپورټه پرانسته ٬ تعليمي ادارو او د روغتونونو جوړولو په ډول مهمې منصوبې تندۍ سره په ترسره كولو اتفاق

اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) پاکستان او چین د سي پېك ترسېوري لاندې د ګوادر پرمختګ له د روان كال په وړومبو درې مياشتو كښې تندۍ سره د ګامونو پورته كولو منصوبه جوړه كړې ده۔ د سي پېك سېكرټرېټ چارواكو ترمخه ګوادر د بېلو منطقو ترمينځھ د رابطې او سي پېك كښې مركزي حېثيت لري۔ په دې لړ كښې د دواړو هېوادونو (پاكستان او چين) ترمينځه د ګوادر بندر ځائې پرمختګ ٬ د نيو ګوادر ايئرپورټه پرانسته ٬ تعليمي ادارو او د روغتونونو جوړولو په ډول مهمې منصوبې تندۍ سره په ترسره كولو اتفاق شوې دې۔ او ددې منصوبو د روان كال په اولنو درې مياشتو كښې د پېل كولو منصوبه بندي شوې ده۔ د ګوادر ماسټر پلان تيار شوې او ددې تشكيل حتمي پړاؤنو څخه تېرېږي۔ هيله ده چې ګوادر كښې د پیټرو کېمیکلز په څانګه كښې هم لويه سرمايه كاري وكړې شي۔ د سي پېك سېكرټرېټ چارواكو زياته كړه چې چين غواړي چې ګوادر ته زر تر زره ترقي وركولو سره په سي پېك منصوبه تندۍ سره عملدرآمد باوري كړې شي