د حكومت اقتصادي پالېسو مقصد هېواد ته نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كاري راوړل دي۔

پاكستان اوس آئي اېم اېف سره خبرو اترو كولو له په غوره پوزيشن كښې دے۔ معاشي پوهاند
اسلام آباد ۔ 11 فروری (اے پی پی) د هېواد نوموړو اقتصادي پوهانو وئيلي دي د تحريك انصاف حكومت اقتصادي بحالۍ ته خاص پاملرنه كوي۔ د حكومت د اقتصادي پالېسيو مقصد هېواد ته نېغ په نېغه بهرنۍ سرمايه كاري راوړل دي۔ ډاكټر عابد قيوم سلهري ووئيل پاكستان اوس آئي اېم اېف سره د خبرو اترو كولو په غوره پوزيشن كښې دے ولې چې حكومت په كم آمدن لرونكې طبقه كم اغېز اچول غواړي۔ ده ووئيل اقتصادي پرمختګ د اولس بې وزلۍ څخه د ويستلو تر ټولو فعاله تږلاره ده۔ د نړيوالو اړيكو كارپوهه ډاكټر هما بقائي ووئيل د تحريك انصاف حكومت اقتصادي بحالۍ ته خپل پام ګرځولې۔ پخواني سفير مشتاق احمد ووئيل وزيراعظم عمران خان د يو مضبوط او سوكاله پاكستان وژن په ډاګه كړے دے۔