عمان۔11 فروری(اے پی پی) اردن كښې يو پوځي عدالت د ترهګر بريد كښې د ككړو دوه سكه وروڼو د ټول عمري زندان سزا كالعدم ګرځولو سره دوئي ته د مرګ سزا اورولې ده۔ د تفصيلاتو ترمخه د اردن يو ماتحت عدالت تېر كال نومبر كښې دواړو وروڼو ته په دې مقدمه كښې د ټول عمري زندان سزا اورولې وه۔ عدالت خپل تېره پرېكړه كښې اورولې شوې سزا كالعدم ګرځولو سره دوئي ته د مرګ سزا وركولو حكم كړې دې۔ د اردن فوځداري عدالت د خالد المجلی او دده د ورور حمزہ المجلی په سولۍ كولو حكم كړې دې۔ د عدالتي ذريعو وېنا ده چې دې دواړو وروڼو په كال 2016ء كښې د ترھګرو كارروائيو د لارې د اردن وګړو او غېر ملكي سېلګرو كښې ويره ترهه خپره كړې وه چې ورسره د هېواد سلامتيا او استحكام خطر سره مخ شوې وو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دې دواړو وروڼو د اردن په كرك سيمه كښې په پوليس اهلكارو او سېلګرو ډزلې كړې وې چې په نتيجه كښی ئې 7 پوليس اهلكار ، 2 اردنی او يو كېنېډين مېرمنه مړه او 34 نور ژوبل شوي وو۔ داعش ددې بريد ذمه واري قبوله كړې وه