
تهران 08 فروري (اے پي پي)د ايران خارجه وزير وئېلي دي مونږ دا نه وائيو چې اروپائي هېوادونو د اتومي لوظ نامې په حقله د خپلو وعدو څخه وروستو شوي خو هغوي بې غوري ضرور كړې ده ۔د دې خيالاتو څرګندونه محمد جواد ظريف د روسيې چينل روسيا اليوم سره د خاص مركې په مهال كړی۔ده ووئيل په اتومي لوظ نامه د عمل كولو په اړه اروپاﺀ خپلې وعدې د پښو لاندې كړي خو نه دې خو لاپرواهي ئې ضرور كړې۔جواد ظريف ووئيل اروپاﺀ د ايران سره په كړو وعدو كښې د ايران د تېلو خرڅولو باور٬تر تېلو آمدن رسنه او د نورو هېوادونو سره د بينكارۍ اړيكې روانې ساتل شامل دي كومې چې تېر كال مئي كښې د اروپائي ائتلاف په بيانيه كښې شامل كړې شوې ۔ده ووئيل اروپائي هېوادونو ايران سره ډېرې وعدې كړې او په هغې ټولو به عمل كول وي٬ايران په خپلو وعدو تراوسه ولاړ دے او نړيوالې اتومي ادارې هم 13 ځله زمونږ په حق كښې راپورونه شائع كړي دي